له جلال اباد نه مسؤل مجاهدین خبر راکوي ،نن سهار وختي دننګر ولایت په سرحدي ښار تورخم کې داشغالګرو امریکايي ځواکونو داکمالاتي موټرو تم ځاي او اډې ته یو شمیر فدايي مجاهدین له خپلو سپکو او درنو وسلو کلاشینکوپونو، راکټونو ،مقناطسي ماینونو او نارنج بمونو سره ننوتلي او په اډه کې دننه یې جګړه پیل کړې.،تازه راپورونه وايي چې داډې دننه ددرنو ډزو او قوي انفجارونو اوازونه اوریدل کیږي او دپیښې له ځايه تور لوګي پورته کیږي. په پېښه کې دروند مالي او ځاني زیان اوښتی خود تلفاتو کره شمیره یې لا تراوسه نه ده په ډاګه شوې.
له سیمې نه رارسیدلي خبرونه وايي چې دپیښې پرځاي دامریکايي ځواکونو الوتکې ګرځي او بمبار د هم شوی.
داکمالاتي ټانکرو او ټریلو دا ستره اډه چې دتورخم ښار په څنډه کې واقع ده ، په سلګونو ټانکونه ،پوځي موټر او ډول ډول پوځي سامانونه پکې موجود دي ،داشغالګرو امریکايي ځواکونو لپاره چې کوم اکملاتي موټر راځي لومړی په دې تم ځاي کې رایو ځاي کیږی او له دې ځايه دامریکایانو غټو پوځي اډو ته لیږدول کیږي ، همداراز دامریکایانو هغه پوځي سامان الات او نظامي موټر چې له افغانستان نه یې پټ په تېښته باسي ، یادې اډې ته راځي او له هغه ځاي دسترو کانتینرونو اوټریلو په مټ بهر ته وځي.
افغانستان